د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: زما پرضد د یوې روپۍ درغلي هم نه ده ثابته شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

اسلام ابادـ د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د اتوار په ورځ په ایبټ اباد کې یوې جلسې ته د وینا پر وخت وویل د ده پر ضد د یوې روپۍ درغلي هم نه ده ثابته شوې.

نواز شریف د پاناما اسنادو د پلټنو لپاره د جوړې شوې ګډې پلټنیزې ډلې په اړه وویل چې د دغې کمیټۍ د ريښتیاوو په اړه به هم ډېر زر ولس خبر شي. د نوموړي په وینا دا یوه تماشه وه، چې د ده پرضد خلکو ته وښودل شوه. نواز شریف وویل د یوې توطیې له لارې هغه له واکه لرې کړل شو.

((تاسو ملک یو وارې بیا غیر مستحکم کړی دی. د پاکستان ولس ته دا خبره منظوره نه ده. پاکستان د پرمختګ په لاره روان شوی و، خو تاسو یو وار بیا پرمخ روان پاکستان پر شا روان کړو.))

نواز شریف دا واضحه نه کړه چې اشاره یې چا ته وه، خو ویې ویل چې د ده لخوا په غوښتل شویو ولسي غونډو کې د زرګونو خلکو ګډون ښکاره کوي چې خلک د ده پر طرف ولاړ دي.

د روان کال د جولای په ۲۸ مه د پاکستان سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظمۍ د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی و او د احتساب قامي ادارې ته یې امر کړی و چې د دوی پرضد دې مقدمې بيا پرانېري.

XS
SM
MD
LG