د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: د انصاف بحالولو لپاره راوتلي یو


د پاکستان واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند مشر او پخواني وزيراعظم ميا محمد نواز شريف ویلي دي چې د دوی کمپاين د عدليې پرضد نه بلکې د انصاف د بحالۍ لپاره دی.

د سېشنبې پر ورځ په لاهور کې د ګوند سوشل ميډيا کنونشن ته په وينا کې نوموړي تور پورې کړ چې مسلم ليګ (ن) د پوځي واکمن پرويز مشرف پرضد د ايين ماتولو مقدمه درج کړې وه چې په غبرګون کې يې دی د وزير اعظمۍ له چوکۍ ليرې کړل شو.

د نواز شريف وينا وه چې د مشرف کېس فيصله لا تر دې دمه نه ده شوې.

نوموړی وايي، د هغه مقدمه په عدالت کې روانه ده. خو د مقدمې فيصله يې نه ده کړې.

ده وویل، د نواز شريف فيصله خو يې په مياشتو کې نه بلکې په څو اونيو کې وکړه. خو د مشرف فيصله نه ده شوی خو اوس به فيصله کېږي.

نواز شريف زياته کړه چې عدالتونو د پوځي واکمنو غېر اييني اقداماتو ته قانوني تحفظ ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG