د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: پاکستان کې به جمهوریت او د آیین واکمني باوري کوو


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان لرې کړل شوي وزیر اعظم نواز شریف ویلي ، څوک چې د ده احتساب کوي هغوی دې له هغو څخه هم تپوس وکړي چې پاکستان یې د تیارې کندې ته غورځولی وو.

نواز شریف دا خبرې د شنبې په ورځ په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ اېښودونکي نومیالي پښتون ملتپال مشر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۴م تلین لمانځلو غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نواز شریف د سپریم کورټ له خوا د خپلې نااهلۍ پرېکړې په اړه وویل ، “ زه یې پر دې خبره له وزیراعظمۍ لرې کړم چې ولې مې د خپل زوی له کمپنۍ څخه تنخا نه وه اخیستې”.

نواز شریف وویل ، “ هغه خلک ماته وايي چې ته صادق او امین نه یې چا چې په خپله له امرانو څخه سوګندونه اخیستي وو”.

نوموړي وویل ،” که یې یوازې پر زر روپیو درغلۍ لرې کړی وای هم نو ما به دا پرېکړه منلې وای خو بله پلمه ورسره نه وه نو یې له خپل زوی څخه پر تنخا نه اخیستلو لرې کړم.

نواز شریف په خپله وینا کې د غونډې پر ګډونوالو او ټول ولس غږ وکړ چې په ملک کې د آیین د واکمنۍ ، جمهوریت او د رایې د احترام باوري کولو لپاره دې ورسره ملګرتیا وکړي.

نواز شریف د عبدالصمد خان اڅکزي د مبارزې په اړه وویل ، هغه د هند د نیمې وچې یو لوی شخصیت وو او ټول عمر یې پر خپلو اصولو تېر کړی وو.

نواز شریف زیاته کړه چې محمود خان اڅکزي ته په دې احترام لري چې تل یې د جمهوریت لپاره مبارزه کړې او د امریت مخ ته درېدلی دی.

نواز شریف د وینا پر مهال په بلوچستان کې د پرمختیايي پروژو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېرو څلورو کلونو کې يې د خپلې واکمنۍ پر مهال د بلوچستان لپاره د ترقۍ په برخه کې ډېر څه کړي دي.

ده وویل په ځانګړې توګه یې په صوبه کې داسې نوي سړکونه جوړ کړي دي چې ورسره بلوچستان له ټول ملک سره تړل شوی دی.

نواز شریف په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف پر مشر عمران خان هم نیوکې وکړې او هغه یې د کرکټر خان په نامه یاد کړ.

نواز شریف وویل ، “ هغه کرکټر خان په پنځو کالو کې یوازې پېښور سم نکړ بلکې تر پخوا یې لا خراب کړ”.

نواز شریف له وزیراعظمۍ ترې کېدو وروسته په لومړي ځل کوټې ته تللی او هلته یې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په بلنه د یاد ګوند په مهمه غونډه کې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG