د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران مظاهرې رژيم بدلولی شي؟


په ايران کې د نرخونو زياتېدلو خلاف او اقتصاد ښه کولو لپاره حکومت ضد مظاهرې دويمې اونۍ ته اوږدې شوې دي. د رپورټونو ترمخه د پوليسو سره نښتو کې د مظاهرو پر مهال له شلو ډېر کسان وژل شوي او تر زرو زيات نيول شوي دي.

د دې مظاهرو په اړه زموږ همکار، بشير ګواښ د ازادې اروپا راډيو، د ايراني څانګې ايډيټر نوشی بوغراتي سره مرکه کړې.

مشال راډيو: مظاهرې د کوم سياسي فکر خلکو پېل کړې دي؟

نوشی بوغراتي: د ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ حکومت د دولت ځيني سخت دريځه غړي تورنوي چې دا مظاهرې يې د نوموړي د اصلاح غوښتونکي رژيم پر ضد پېل کړي. که په لومړي سر کې داسې وه هم، نو اوس خلک بغير له کوم مشره مظاهرې پر مخ بيايي. احتجاج کوونکو يوازې د حسن روحاني مخالفت نه دی کړی بلکې د ټول اسلامي رژيم ضد يې شعارونه ورکړي دي. خلک پر ټولنيزو مطبوعاتو د يو بل سره اړيکو له لارې راغونډېږي چې له وجې يې مظاهرې پراخې شوې دي.

مظاهره چيان يو مشهور شعار ورکوي چې: محافظه کار او اصلاح غوښتونکي – د ټولو ستونزو جوړوونکي!

مشال راډيو: د ايران په ګاونډ کې د عرب سپرينګ په نامه تر مظاهرو ورسته ځيني هېوادونو کې حکومتونه چپه او پر ځای یې اسلام پالو د واک واګي واخيستې. خو د ايران دا مظاهره چيان اسلامي ايجنډا نه لري. دوی يوازې د اقتصاد ښه کېدل او کنه رژيم بدلول غواړي؟

بوغراتي: هو. همداسې ده. په ايران کې تېرو څلوېښتو کلونو کې د حکومت دننه دوه ډلې دي. يو يې اصلاح غوښتونکي او بل یې محافظه کار. دواړه اسلام پاله دي. که تاريخ ته وګورو نو مظاهرې هم دې دوو کړې دي. خو اوسنۍ مظاهرې د عامو خلکو له خوا روانې دي. دوی د ګرانۍ پر ضد شعارونه ورکوي خو اصلي هدف يې دا دی چې د ايران په سياست کې بايد د مذهب کارول ځای ونه لري. دوی غواړي چې حکومت سيکولر وي او په هر څه کې دين نه کاروي.

مشال راډيو: د دې مظاهرو زور څومره دی او راتلونکی يې څنګه ګورئ؟

بوغراتي: مشکله ده چې په دې اړه وړاندوينه وکړو. د ايران حکومت په ډېر زور سره د دې مظاهرو د ځپلو کوښښ کړی دی. احتجاج کوونکي مشر نه لري چې د دوی کمزوري يې ګڼلی شو. له دې کبله دوی کېدای شي يوه خوله نه شي. په ۲۰۰۹ کال کې چې کومې لویې مظاهرې شوې وي، مشران یې معلوم وو. اوس مهال داسې کوم سياستوال يا سياسي ګوند نشته چې د دې مظاهره چيانو مشري پر غاړه واخلي. که کوم سياستوال يا سياسي ګوند د روانو مظاهرو مشري په خپل لاس کې واخلي، نو دا نه ده معلومه چې آيا د ټولو مظاهره چيانو لپاره به يې مشري د منلو وړ وي؟

مشال راډيو: د ايران حکومت پر امريکې، سعودي عرب او اسرايلو تور پورې کوی چې دا مظاهرې ترتيبوي. آيا احتجاج کوونکي کولی شي رژيم له پښو وغورځوي؟

بوغراتي: فکر نه کوم چې امريکا، اسرايل او يا سعودي عرب د دې مظاهرو په ترتيب يا اداره کې لاس لري. البته دا هېوادونه د ايران رقيبان دي او طبيعي ده چې پر دې مظاهرو به خوشاله وي. خو دا ډېره مشکله ده چې ووايو دا احتجاجونه به رژيم بدل کړي. په دې اړه ډېرې پوښتنې لا ځواب شوي نه دي. آيا دا مظاهرې تر دې هم غټېدلی شي؟ آيا هغه لوی سوداګر او کاروبارونه چې د ايران اقتصاد یې روان ساتلی، د دې مظاهرو برخه کېږي او کنه؟ خلاصه دا چې اوس مهال داسې نه ښکاري چې د دې مظاهرو په پايله کې به رژيم بدل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG