د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي، ۲۱ تنه وژل شوي


په ویډيو کې د ایران لر او بر د لاریونو غزېدل ښکاري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:13 0:00

په ویډيو کې د ایران لر او بر د لاریونو غزېدل ښکاري

په ایران کې د حکومت خلاف مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتې دي. د دغه هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د احتجاج په پنځمه ورځ لاریونونه شوي دي، چې پکې پر تاڼو حملې هم شاملې دي.

په دغو مظاهرو کې د ګڼو خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه هم دي. د ګل په ورځ د مظاهرچیانو او امنیتي عسکرو تر منځ سختې نښتې هم شوي دي. دا په ایران کې د ۲۰۰۹م کال د ولسمشرۍ د لانمجنو انتخاباتو چې پکې احمدي نژاد بیا منتخب شو، وروستو تر ټولې لویې سیاسي مظاهرې ګڼل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې مظاهرچیان په قادریجان سیمه کې پر یوه تاڼه حمله کوي.

د ایران د سرکاري ټي وي ترمخه په دغو مظاهرو کې لس کسان او یو پولیس وژل شوي دي. سرکاري ټي وي د ګل په ورځ ویلي په اصفهان صوبه کې درې پولیس ژوبل شوي هم دي. د راپورونو له مخې دغه مظاهرې د تهران پشمول د ایران په ګڼو ښارونو او نورو سیمو کې شوي دي.

د تهران په لارو کوڅو کې خلک په ګڼو ویډیوګانو کېًمرګ پر امریت ً شعارونه ورکوي.

د ډیسېمبر په ۳۰مه په دورود سیمه کې دوه مظاهرچیان وژل شوي ول او د غیر-سرکاري راپورونو ترمخه تر اوسه په دغو مظاهرو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. په ایران کې دغه مظاهرې لومړی په مشهد ښار کې د ډیسېمبر پر ۲۸ نېټهد ګرانۍ او د یو شمېر شیانو د قیمتونو د لوړېدو له وجې پیل شوې، چې وروستو نورو سیمو ته وغځېدي.

​پر دې موضوع د ازادې اروپا د ایرانۍ، افغان او مشال څانګو مشر مردو سوغم سره زموږ له خبریال پامیر ساحل سره په خبرو کې په لومړي سر کې مظاهرې د نرخونو لوړېدو پرضد وې خو چې دا مظاهرې تر نورو ښارونو وغځېدې نو تاسې پکې اوس د رژیم ضد او د نظام ضد نعرې هم اورئ. مظاهره چیان د ملایانو د واکمنۍ او ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ضد نعرې هم وهي. اصلاً خلک محسوسوي چې د هېواد اقتصاد هېڅ راتلونکې نه لري، هېواد یې پر سم لوري نه دی روان او بچي یې هم هېڅ مستقبل نه لري.

د مردو سوغم په خبره د ایران اقتصاد ځکه وده نه کوي چې دا اساساً په ناسم ډول جوړ شوی. د ایران اقتصاد نه په بشپړه توګه سرمایه دارانه دی او نه هم د دولت له انتظام سره چلېږي. دا اقتصاد د دواړو نظامونو بدترینه بېلګه ده. حکومت، بې کفایته صنعتونو ته ډېرې زیاتې پیسې، مرستې او رعایتونه ورکوي. دا صنعتونه دومره کمزوري دي چې خپلو کارکوونکیو ته باقاعده تنخا هم نه شي ورکولای. بل، هلته ډېره درغلي کېږي. د هېواد د ایت الله ګانو تر واک لاندې مذهبي ادارې او انقلاب ساتونکي دواړه خپل سیاسي طاقت کاروي او د اقتصاد لویه برخه یې په کنټرول کې ده. هغوی هېچا ته حساب نه ورکوي. هېڅوک نه دي خبر چې هغوی څومره ګټه کوي، چېرې یې استعمالوي. له دې سره، ایران په سیمه لکه عراق، شام او یمن کې د خپلو تګلارو او سیاستونو د عمليکولو لپاره هم ډېرې پیسې استعمالوي. نو خلک ډېر غوسه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG