د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: پر فلسطینیانو به مالي مرسته بنده کړو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې پر ورځ ګواښ وکړ چې پر فلسطینیانو به د امريکا مالې مرسته بنده کړي.

نوموړي پر ټویټر لیکلي چې فلسطینیان نور د سولې خبرو اترو ته لېواله نه دي.

ټرمپ ويلي چې دوی فلسطینیانو ته هر کال سلګونه میلیونه ډالر ورکوي خو هغوی د امريکا هېڅ ستاينه يا درناوی نه کوي.

ټرمپ ويلي، په داسې حال کې چې فلسطینیان نور د سولې خبرو ته لېواله نه دي نو موږ ولې ورته په راتلونکې کې دومره زیاتې پیسې ورکړو.

امريکا د ملګرو ملتونو د مرستو په چوکاټ کې فلسطینیانو ته هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره ورکوي.

د ډونلډ ټرمپ لخوا تېره میاشت بیت المقدس د اسرایيل د پلازمينې په توګه تر اعلانولو وروسته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس دا اقدام يو جرم بللی وو او ويلي يې ول چې دې کار په منځني ختيځ کې د سولې په برخه کې د ټرمپ د منځګړي اعتبار له منځه وړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG