د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر بلېلي چېک پوسټ برید ۱۲ عسکر ژوبل


د بلوچستان په مرکز کوټه کې د سرحدي ځواک پر يوه امنيتي پوسته په بريد کې ۱۲ سرتېري ژوبل شوي دي. امنيتي چارواکیو بېګا شپه رسنيو ته وويل چې د نهې ماښام درېو وسله والو په بلېلي سيمه کې کوټې ښار ته پر داخلېدونکې امنيتي پوسته بريد وکړ چې په ځوابي کاروايي کې دوه وسله وال ووژل شول او درېم وسله وال په ځان پورې تړلې باروت وچول چې په نتيجه کې یې د فرنټیېر کور ۱۲عسکر ژوبل شول. بلېلي د کوټې-چمن پر لوی سړک کوټې ښار ته د ننوتو نقطه ده.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید مسوليت منلی دی.

XS
SM
MD
LG