د لاسرسي ځای

تازه خبر

۲۰۱۷ کال د خبریالانو لپاره خونړی وو


د خبریالانو نړيوال سازمان وايي چې په ٢٠١٧م کال کې په ټوله نړۍ کې ٨١ خبريالان وژل شوي او ٢٥٠ نور زنداني شوي وو.

په امريکا کې د خبریالانو دغه نړیوال سازمان (اى اېف جې) د ډېسمبر پر ۳۱مه په خپل کلني راپور کې د پروسږ کال په اوږدو کې د ژورنالېستانو د مرګ ژوبلې، ستونزو او چېلنجونو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې په ۲۰۱۷ز کال تر ټولو زيات خبريالان په مکسيکو کې وژل شوي، خو په افغانستان، عراق او شام کې هم د وژل شویو خبريالانو کچه لوړه ښودل شوې ده.

د رپوټ له مخې په مېکسيکو کې ١٣، په افغانستان کې ١١، په عراق کې ١١، په شام کې ١٠، په هند کې شپږ، په پاکستان کې څلور په فلیپين کې څلور، په نايجيريا کې ٣، په سوماليه کې ٣ او په هونډوراس کې هم ٣ خبريالان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG