د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران: دوه مظاهره چيان وژل شوي


په ايران کې د قېمتونو لوړېدو له وجې پېل شوې حکومت ضد مظاهرې پرون په دريېمه ورځ لا نورې سختې شوې. پر ټولنيزو مطبوعاتو، خپرو شوو رپورټونو کې ويل شوي چې پوليسو په دورد ښارګوټي کې لږ تر لږه دوه مظاهره چيان په ډزو وژلي دي.

دا احتجاجونه په مشهد ښار کې د خراب اقتصاد او خوراکي شيانو د بيوو لوړېدو پر ضد پېل شوې وي چې ډېر زر د هېواد نورو برخو ته وغځېدل. پرون سلګونو کسانو د ايران مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي خلاف شعارونه ورکول.

په ايران کې دا احتجاجونه د ۲۰۰۹ کال د هغه وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد په ګټه تمامو شوو، لانجمنو ټاکنو راهیسې تر ټولو لویې مظاهرې بلل کېږي. په همدې حال کې سرکاري مطبوعاتو ويلي چې د ۲۰۰۹ کال د نا اراميوو ختمېدو په ياد کې پرون حکومت پلوه ايرانيانو په ۱۲۰۰ ښارونو کې لاريونونه وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG