د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیو پولیسو مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړی


د ايران پوليسو په تهران او کرمانشاه کې د يوشمېر کسانو تر نيول کېدو وروسته مظاهرچيانو ته د حکومت پرضد د نويو مظاهرو نه کولوخبردارۍ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا په سوليځه توګه د واک سپارلو ږغ کړی دی.

پرون د دويمې ورځې تر مظاهره وروسته د سرکاري رسنيو په وينا دتهران صوبې مرستيال ګورنر محسن حمداني ويلي چې قانون نافذونکې اداره به د نورو مظاهرو پرضد سخت اقدام وکړي.

د ايران په مختلفو ښارونو کې د قيمتونو د لوړېدو پرضد مظاهرې د هېواد مختلفو ښارونو ته غځېدلې دي.

ښاغلي حمداني ويلي چې د دغسې مظاهرو هیڅ اجازه نشته. د امريکا خارجه وزارت او سپينې ماڼۍ د خلکو نيونې غندلې دي او غوښتنه يې کړې ده چې تهران دي مظاهرچيانو ته د وينا د ازدۍ اجازه ورکړي.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساره سنډرز ويليچې د ايران حکومت بايد د خپلو خلکو د حقونو درناوی وکړي او هغو ته د اظهار کولو اجازه ورکړي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نورت ويلي چې پر ټولو هېوادونو ټينګار کوي چې د ايراند خلکو د بنيادي انساني حقونو او کرپشن ختمولو د غوښتنو دې په ډاګه ملاتړ وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG