د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ښځینه پولیسو په ترکي کې روزنه پای ته رسولې


د افغانستان د ښځینه پولیسو ۷۵ افسرانو پرون په ترکي کې خپله تربيتي دوره پای ته ورسوله.

دې افسرانو د ترکيې په انتالیا ښار کې د نهو اونیو په روزنیز کورس کې مسلکې زده کړې او روزنه ترلاسه کړې ده.

د ترکيې انادولو خبرې اژانس وايې ددې هیواد د پولیسو اکاډمۍ له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا تر اوسه پورې ۲۶۰۰افغان پولیس افسرانو ته روزنه ورکړې ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې دا مهال څه کم څلور زره ښځینه پولیس لري او پلان يې دی چې دا شمیر لسو زرو ته ورسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG