د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې پر ورځ د رایو په اکثریت پر شمالي کوریا نوي بندیزونه منظور کړل.

دا بندیزونه د شمالي کوریا لخوا تیره میاشت د بېلسټک توغندي د ازمویلو په نتيجه کې ولګول شول.

شمالي کوریا تیره میاشت داسې یو توغندی تجربه کړ چې د پیونګ یونګ په وینا د امریکا تر خاورې پورې رسیدلی شي.

په نویو بندیزونو کې د شمالي کوریا د تیلو د واریداتو محدودیتونه له مینځه وړل او په بهر هېوادونو کې د دې هېواد د کارګرانو د بیرته ستنولو موضوع شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي وویل، دا نوي بندیزونه شمالي کوریا ته پیغام ورکوي چې که دا هېواد نوره سرغړونه وکړې نو نوره سزا به ووینې او په نړیواله سطحه به لا نور يوازې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG