د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: د هر چا لپاره به د قانون یوه سیکه چلېږي


د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته تر وړاندېکېدو وروستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې پخوا يې د عدالتونو بحالۍ لپاره تحريک چلولی وو خو اوس به د انصاف لپاره تحريک چلوي.

احتساب عدالت ته د هغه د وړاندېکېدو پر مهال د امنيت کلک ګامونه اخېستل شوي ول او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک هم موجود وو.

نوازشريف وويل چې د انصاف تله چلېدل پکار ده د تحريک انصاف نه او په فیصلو کې به نور دوه ډوله معیار چلېدو ته نه پرېږدو.

نن د نهې په ورځ د اسلام اباد په احتساب عدالت کې د احتساب قامي ادارې (نېب) لخوا جمع کړل شويو درخواستونو اورېدنه وشوه. پر دغه موقعه نواز شريف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن ريټايرډ صفدر هم موجود وو.

تر اورېدنې ورستو د احتساب عدالت له ودانۍ بهر له مطبوعاتو سره په خبرو کې نواز شريف وويل چې د انصاف تله چلېدل پکار ده د تحريک انصاف نه او په فیصلو کې به نور دوه ډوله معیار چلېدو ته نه پرېږدو.

د نوموړي وينا وه عمران خان په بهر هېواد کې نيازي کمپنۍ خپله شتمني منلې او د بيان ویډيو يې هم موجوده ده خو دا ويل کېږي چې نه دا خو يې اثاثه نه ده او هغه خیالي تنخاه چې یې اخېستې مې هم نه ده نو هغه زما اثاثه وګرځول شوه.

د نوموړي وينا وه چې یو منتخب وزيراعظم ته د شک فايده ورکولو بغیر هغه سمدستي نااهله کړل شو که دغه دواړه فیصلې مخې ته کېښودل شي نو دوه ډوله معیار ترې ثابتېږي خو دا معیار به نور چلېدو ته نه پرېږدو او د هر چا لپاره به د قانون نوره یوه سکه چلېږي.

د يادونې ده چې احتساب عدالت تر هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پیل کړي چې سږ کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوی پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

د سیپټېمبر په اتمه (۸) نېب د نواز شریف او د هغه د کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې (۳) درخواستونه جمع کړل.

د اسلام اباد احتساب عدالت د نېب په درخواستونو لومړۍ اورېدنه د سپتمبر پر ديارلسمه (۱۳) نېټه وکړه او د شريف کورنۍ غړي يې په نولسم (۱۹) سیپټېمبر عدالت ته راوبلل خو په ياده نېټه نوازشريف او یا د هغه د کورنۍ لخوا هېڅوک هم عدالت ته وړاندې نه شول چې له کبله یې عدالت اورېدنه تر شپږويشم (۲۶) سیپټېمبره وځنډوله او په ياده نېټه نوازشريف په لومړي ځل احتساب عدالت ته وړاندې شو.

دا وخت د شريف کورنۍ پرضد درې مقدمې روانې دي چې پکې لومړۍ د لندن ايون فيلډ جايیداد، دوهمه د سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او درېمه د نوازشريف کورنۍ پنځلس (۱۵) اف شور کمپنيانې لرلو په اړه دي.

اړوند راپورونه

په پاکستان کې جمهوري نظام ته خطر شته که نه؟

د نواز شریف تګلاره پر مسلم لیګ څه اغېز کولای شي؟

XS
SM
MD
LG