د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: پاکستان یوازې په جمهوريت پرمختګ کولای شي


د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف احتساب عدالت ته تر وړاندېکېدو وروستو مطبوعاتو ته ويلي دي چې د هېواد پرمختګ یوازې د جمهوريت له لارې ممکن دی او په پاکستان کې به د ووټ زور ډاډمنوي.

نن د شورو پر ورځ د اسلام اباد په احتساب عدالت کې د نېب لخوا جمع کړې شوي درخواستونو اورېدنه وشوه. په دغه موقعه نوازشريف، د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن رېټايرډ صفدر موجود وو.

د اورېدنې پرمهال نوازشريف او مرېم نواز لخوا عدالت ته وړاندې کېدو نه د استثنې په درخواستونو کې د تبديلۍ درخواستونه جمع کړل شو.

د ذکر ده چې تيره اونۍ احتساب عدالت د نوازشريف په خواست نوموړي ته د ېوې اونۍ او مرېم نواز ته د ېوې مياشتې لپاره عدالت ته د وړاندې کېدو نه استثنا ورکړې وه.

د اورېدنې ورستو د احتساب عدالت ودانۍ نه باهر مطبوعاتو سره غېر رسمې خبرو کې نواز شريف وويل چې پارلمان د امرانو تور قانون ته تحفظ ورکولو لپاره تيار نه دې نو ځکه يې تيره ورځ الېکشن اېکټ ترميمي بل رد کړو.

د نوموړي وينا وه چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند نه هېڅ ګله نه لرم ځکه چې پي ټي ايي ېو سياسي ګوند نه دې او هغوي خو صرف د امرانو پاليسيانې خپلې کړې دي خو تيره ورځ پيپلز ګوند چې د امرانو د قانون کومه مرسته وکړه نو پر هغې راته ډير افسوس وشو او دوي چې جمهوريت لپاره کومې قربانيانې ورکړي نو هغه ورله نه وو هېرول پکار.

د نوازشريف احتساب عدالت ته وړاندې کېدو په موقعه د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي او د پوليسو ترڅنګ اېف سي ځواک او زنانه پوليس اهلکار هم موجود وو.

د يادونې ده چې احتساب عدالت له هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پېل کړي چې روان کال د جولايۍ پر اتويشتمه (۲۸) سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوي پرضد مقدمې بيا خلاصې کړي.

د سپتمبر په اتمه (۸) نېب د نواز شریف او د هغې د کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې (۳) درخواستونه جمع کړل.

د اسلام اباد احتساب عدالت د نېب په درخواستونو لومړۍ اوريدنه د سپتمبر پر ديارلسمه (۱۳) نيټه وکړه او شريف کورنۍ غړي يې په نلسم (۱۹) سپتمبر عدالت ته راوبلل خو په ياده نيټه نوازشريف او ېا د هغې د کورنۍ لخوا څوک هم عدالت ته وړاندې نه شول د کوم ورستو چې عدالت اورونه شپږويشم (۲۶) سپتمبر پورې وځنډوله او په ياده نېټه نوازشريف په لومړي ځل احتساب عدالت ته وړاندې شو.

دا وخت د شريف کورنۍ پرضد درې مقدمې روانې دي چې پکې لومړۍ د لندن ايون فيلډ جائيداد، دوهمه سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او درېمه د نوازشريف کورنۍ پنځلس (۱۵) اف شور کمپنيانې لرلو په اړه دي.

XS
SM
MD
LG