د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف تګلاره پر مسلم لیګ څه اغېز کولای شي؟


نواز شریف
نواز شریف

په پاکستان کې واکمن مسلم لیګ نواز وايي ، ټول ګوند په یوه خوله پر دې سلا دی چې د ګوند مشر به نواز شریف وي.

د یاد ګوند چارواکي د خپل مشرتابه پرضد روانو مقدمو په ترڅ کې د راتلونکو څرګندونو په اړه وايي چې دوی له ریاستي ادارو سره مخالفت نه لري.

د دې ګوند مرکزي ویاند صدیق الفاروق د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د نواز شریف د دې دریځ لپاره مبارزه ضروري ده چېهغه په بې انصافۍ له دندې لېرل کړل شو.

صدیق الفاروق وویل ، “موږ د حق خبره کوو او د انصاف لپاره کوشش کوو. نواز شریف هم په ملک کې د ایین او جمهوریت د تسلسل لپاره هلې ځلې کوي”.

نوموړي زیاته کړه چې نوازشریف وايي چې زما احستاب دې وشي خو پر داسې توګه دې وشي چې د انصاف پر بنیاد وي.

صدیق الفاروق وویل ، نواز شریف وايي د سپریم کورټ فیصله د انصاف ، ایین او قانون ضد ده. دا پریکړه چې چا کړې ده او چا پرې کړې ده د هغوی پر ضد خبره له ادارو سره ټکر نه دی.

د پاکستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی محسن رضا وايي د نواز شریف د ګوند مهم غړي د ادارو ترمنځ د ټکر له تګلارې سره اختلاف لري.

محسن رضا وویل ، د مسلم لیګ نواز ډلې دا مخکښان دریځ لري چې چا نواز شریف لرې کړی دی هغوی به یې کله هم راستنېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي زیاته کړه، “ زما په فکر هغه څوک چې نواز شریف ته د مخالفت نه کولو خبره کوي دا باور نه ورکوي چې که هغه جوړ جاړی وکړي نو بیا به نرمه رویه ورسره کیږي.

د محسن رضا په وینا ، نواز شریف ته دا باور یوازې د پوځ مشر – جنرال قمر جاوید باجوا – ورکولای شي خو له یوې خوا هم تر اوسه داسې باور نه دی ورکړل شوی.

محسن رضا زیاته کړه چې نواز شریف په هیڅ صورت دا نه غواړي چې دی دې ډډې ته کړل شي او د ده ګوند مسلم لیک ن دې استعمال شي.

په کراچۍ کې خبریال نوید حسین په داسې حالاتو کې له ریاستي ادارو سره د تصادم لاره د ګوند د بقا لپاره ښه نه ګڼي.

نوید حسېن وویل ،”نواز شریف دا ګڼي چې د پاکستان امنیتي اسټیبلشمنټ عدلیه استعمال کړه او دی یې نااهله و ګرځولو نو ځکه یې اوس په خلاصه د مخالفت لاره خپله کړې ده”.

ده وویل ، “ زما په فکر که د تصادم دا لاره دغه ګوند پرې نښوه نو د مسلم لیګ نواز د سیاسي مستبل لپاره به دا ښه نه وي.

نوید حسېن وویل دی ګمان کوي چې د ۲۰۱۸م کال د انتخاباتو پر وخت به په مسلم لیګ نون ګوند کې دننه نور درزونه مخې ته راشي.

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د ۲۰۱۷م کال د جولايي پر ۲۸ نېټه سپریم کورټ د شتمنیو نه څرګندولو په تور کې نااهله ګرځولی وو.

سپریم کورټ تر خپلې دې پرېکړې وروسته د احتساب قومي ادارې ته امر کړی وو چې د نواز شریف او کورنۍ پرضد یې مقدمې درج کړي.

د نواز شریف او کورنۍ پرضد یې د سپریم کورټ له خوا د احتساب قومي ادارې مقدمې روانې دي.

XS
SM
MD
LG