د لاسرسي ځای

افغان او پاکستانیو او امریکايي پوځي چارواکو خبرې کړې دي


د افغانستان، پاکستان او د امريکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت لوړ رتبه پوځي مشرانو پرون پر سرحدي ستونزو او له ترهګرۍ سره پر مبارزه خبرې وکړی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې د ډېورند له پورې غاړې د افغانستان پرخاوره د راکټي حملو په اړه هم خبرې شوې دي.

((له ترهګرۍ سره پر مبارزه، د راکټي حملو چې د پاکستان له لوري کېږي، د ترهګرو پر راتګ چې له پاکستانه را اوړي او په نورو مسئلو په دې غونډه کې بحث وشو. دواړو خواوو یادداشتونه هم اخیستي چې له خپلو چارواکو سره به یې شریک کړي.))

تراوسه پاکستانيو چارواکو د دې غونډې په اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د پاکستان د پارليمان يو پلاوی د ولسي جرګې له مشر عبدل الرووف ابراهيمي سره پرون په کابل کې غونډه کړي. دواړه خواو د سیمې امنيت لپاره پر همکارۍ ټينګار کړی.

XS
SM
MD
LG