د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرتصوي: د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې په لومړۍ کرښه کې یو


افغان حکومت وايي، افغانستان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او د وسله والو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکوي.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي بېګا مشال راډیو ته وویل، کابل له نورو هېوادونو څخه هم د مسوولانه اقداماتو تمه لري.

نوموړي دا خبره تر هغې وروسته کړې چې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې پر ورځ په خپله کلنۍ خبري غونډه کې د افغانستان په شمال کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

پوتین وویل، مسکو چمتو دی چې په افغانستان کې له امریکا سره یو ځای کار وکړي.

مرتضوي د روسیې نوم وانخیست خو له طالبانو سره یې د مسکو د مشکوکو رابطو په اړه زیاته کړه چې هېوادونو ته په کار دي چې د ډلو پر ځای له افغان دولت سره اړیکي ونیسي.

روسیې په بیا بیا ویلي چې له طالبانو سره یې رابطې د سولې د هڅو برخه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG