د لاسرسي ځای

تازه خبر

زده کوونکي: حکومت دې شمالي وزیرستان کې کرفیو ختمه کړي


د شمالي وزيرستان زده کوونکو له حکومته غوښتي چې د دوی په سيمو کې دې امنيت پر ځای او کرفيو لرې کړي.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ د پېښور د خبریالانو په مرکز کې تر خبري غوڼدې وروسته له دې زده کوونکو محمد ضيالدين مشال راډيو ته وويل چې سيمه يې له وسله والو پاکه شوې خو بيا هم هلته د ناامنیو پېښې کېږي ورڅخه وروسته ګرځبندیز لګول کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په تېره يوه اوونۍ کې د وسله والو په درو بریدونو کې یو شمېر ولسي وګړي او امنيتي سرتېري وژل شوي.

XS
SM
MD
LG