د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امریکا د دفاعي پالیسۍ قانون مسوده لاسلیک کړه


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۷۰۰ بیلیونه ډالره مالیت د دفاعي پالیسۍ قانوني مسوده لاس لیک کړې ده.

تر دې قانون لاندې به امریکا په اروپا کې په خپلو پوځي هلو ځلو ۴.۸ بیلیونه ډالره لګوي.

پاتې پانګه به یوڅه په اوکراین کې لګېږي او یوڅه به د یو نوي کروز توغندي لپاره په کار راځي.

باید کانګرس د دې قانون سازۍ لپاره د پانګې منظورې کړي خو دغه اداره دا مهال د مالیې (ټېکسونو) د یو ستر پیکج پر موضوع په ژورو خبرو اترو بوخته ده.

له پولینډ سره نږدې د بالټیک سیمې په درېو هېوادونو کې د امریکا او ناټو ځواکونو شمېر کم دی خو د روسیې په پوله د مغربي ځواکونو موجودګي لوی علامتي اهمیت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG