د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې په یمن کې خپل سفارت وتاړه


روسیې په یمن کې د امنیت د مخ په خرابیدونکې وضعې له کبله په دغه هېواد کې خپلې سفارتي هلې ځلې په عارضي توګه ځنډولي دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې پر ورځ وویل، له یمنه ټوله سفارتي عمله ماسکو ته ستنه شوې ده.

د وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي د روسیې سفیر او د سفارتي عملې یوه برخه به د سعودي عرب په پلازمینه ریاض کې خپل کار پر مخ وړي.

په یمن کې د سعودي په ډاډ ولاړ حکومت ۲۰۱۴م کال راهیسې د هېواد د ایران پلوه خوثي یاغیانو پرضد جنګېږي.

خوثي یاغیانو د کال ۲۰۱۴ م په پای کې د یمن پلازمینه صنعا نیولې وه.

د یمن په کورنۍ جګړه کې شوخوا نهه زره کسان وژل شوي دي چې د ملګرو ملتونو په وینا يي د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین رامنځ ته کړې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG