د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له شامه د روسي ځواکونو د وتلو امر کړی


د روس ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ شام ته د ناڅاپي سفر پرمهال د بریا اعلان وکړ او له هغه هېواد څخه یې د روسي پوځیانو د یوې مهمې برخې د ځواکونو د وتلو پیلولو امر وکړ.

ولسمشر پوتین پرون په شام کې د روس پوځي اډه کې امنیتي ځواکونو ته وویل، د دفاع وزیر او د امنیتي ځواکونو مشر ته یې امر کړی چې د روسي ځواکونو د ایستلو کار پیل کړي او هغوی خپلو مستقلو اډو کې ځای پرځای کړي.

پوتین چې په یاده پوځي اډه کې یې له ولسمشر اسد سره هم ملاقات وکړ، وویل چې د روس او شام پوځیانو هغه وسله واله ډله له منځه وړې چې په نړیوالو ترهګرو ډلو کې یې تر ټولو زیات صلاحیت درلود.

د نوموړي اشاره اسلامي دولت وسله والې ډلې ته وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG