د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیویارک بس تمځي کې ځانوژونکی برید


په نیویارک کې چاودنه شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

په نیویارک کې چاودنه شوې

امریکايي چارواکي وايي، د ګل/دوشنبې پر ورځ د نیویارک ښار په مینهټن سیمه کې یوه ځانوژونکي بریدګر پر خپلځان د باروتو تاو کړي نل ته چاودنه ورکړې چې پکښې د هغه په ګډون څلور کسان ژوبل شوي دي.

نن سهار دا پېښه له ټایمز څلور لارې سره نېږدې د بسونو یوه مځکلاندې تمځي کې د ګڼې ګوڼې پرمهال شوې ده.

د نیویارک ښاروال بیل دې بلاسیو دا د ترهګر برید یو هڅه بللې ده. هغه وویل "د خدای شکر دی چې ترهګر خپل وروستي هدف ته و نه رسېد. "

پولیس چارواکیو مشکوک تن پېژندلی او د پېښې له ځای سره یې نیولی دی. دوی وايي نوم یې عقایدالله دی. نوموړی بروکلین مېشتی دی او ښايي په خټه بنګله دېشی وي.

د چارواکیو په خبره د مشکوک تن او درېو نورو ژوبلو کسانو درملنه شوې او ټپونه یې مرګوني نه دي.

قانون پلیکونکیو (نافذه کوونکیو) چارواکيو ویلي دي هغه په خپل جوړ کړي خامه بم برید کړی چې پکښې ډېر د لاندې کچې باروت کارول شوي دي. دوی وايي لاهم جوته نه ده چې بریدګر څه نیت درلود.

سپینې ماڼۍ په خپل یوه ټویټ کې کښلي چې ولسمشر دونالډ ټرمپ یې په پېښه کړی دی.

امریکا کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي دي

د ټېکسس کلیسا کې د ۲۶ کسانو وژونکی مړ وموندل شو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG