د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټېکسس کلیسا کې د ۲۶ کسانو وژونکی مړ وموندل شو


د امریکا په ټېکسس ایالت کې چارواکي وايي چې په کلیسا کې د اتوار ورځ پر عبادتکوونکیو په ډزو کې ښکېل مشکوک کس په خپل ګاډي کې مړ موندل شوی دی.

د دغه ایالت والي ګرېګ ابټ ویلي د سدرلنډ سپرینګز په کلیسا کې​ د وسله‌وال سړي په برید کې ۲۶ تنه وژل شوي چې د ټېکسس ایالت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.

سدرلنډ سپرینګز ښارګوټی د سن انتونیو د جنوب لوېدیځ په ۳۰ کېلو میټرۍ کې دی.

د حمله کوونکي په ډزو چې تر غرمې مخکې په ۱۱ بجې او ۲۰ دقیقې پیل شوې، ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د اسوشیېټېډ پرېس، «سي بي اېس» او «سي اېن اېن» په شمول بېلابېلو خبري اژانسونو د امنیتي چارواکو په قول ویلي چې حمله کوونکی دیفین پاتریک کیلي نومېږي او ۲۶ کلن دی.

په لاس ویګاس کې له بریده د مړیو شمېر ۵۹ تنو ته ورسېد

یوه چارواکي وویل، حمله کوونکی په سن انتونیو کې اوسېدلو او داسې نه‌ ښکاري چې له ترهګرو ډلو سره تار ولري.

نور راپورونه وايي چې بریدګر یو وخت د امریکا په هوايي ځواک کې کار کړی دی.

د ټېکسس د عامه ساتنې ادارې غړي فري من مارتین یوازې دومره وویل چې حمله کوونکی یو ځوان سپین پوستی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې په جاپان کې دی، دا برید وغانده او هغه‌یې «وحشیانه ډزې او شیطاني عمل» وباله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG