د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي دي


د امريکا په لاس ویګاس ښار کې لږترلږه پنځوس کسان د یوه وسله وال په ډزو وژل شوي او له ۲۰۰ زیات ټپیان دي. پولیس د لومړنیو څیړنو پربنسټ وایي چې بریدکوونکی له کومې وسله والې ډلې سره تړلی نه دی او په یوازې سر یې دا کار کړی.

یوه وسله وال کس تیره شپه په لاس ویګاس ښار کې د موسیقۍ پر یوه فستیوال ډزې وکړې او د پنځوسو کسانو د وژلو تر څنګ يې له دوو سوو زیات ټپیان کړل. وېره ده چې د مرګ ژوبلې شمېره ښايي زياته شي.

پولیس وايي چې بریدکوونکي د یوه هوټل له ۳۲ پوړ څخه د دې فستیوال پرګډونوالو د څو دقیقو لپاره د ماشیندار پرله پسې ډزې وکړې او وروسته په خپله د پولیس په ډزو ووژل شو. راپورونه وايي چې له برید وروسته کله چې پولیسو د بریدکوونکي د له مینځه وړلو هڅه کوله زرګونه کسان له سیمې په تیښته شول.

د نواډا ایالت د لاس ویګاس ښار د پولیسو مشر جو لومباردو د مشکوک بریدکوونکي نوم سټیفن پاډوک یاد کړی او ویلي یې دي چې ۶۴ کلن سپین پوستی او د لاس ویګاس اوسیدونکی دی خو د بريد د علت په اړه يې تراوسه څه نه دي ویلي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پیښه یوه بوږنوونکې تراژیدي بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. دا په امریکا کې د وسلې په ډزو د وژنو تر ټولو خونړۍ پېښه ده. تېرکال په اورلينډو ښار کې په یوه کلپ کې ۴۹ کسان د یوه وسله وال په ډزو ووژل شول.

لومباردو همداراز خبریالانو ته وویل دی ګومان نه کوي چې پاډوک به له کومې وسله والې ډلې سره اړیکې لرل. نوموړي زیاته کړه، د هوټل له هغې خونۍ څخه چې پاډوک نیولې وه، پولیسو وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي. پولیس همداراز وايي، په وژل شویو کسانو کې یو پولیس چې په رخصتۍ وو هم شامل دی. يو بل سخت ټپي دی.

د لاس ویګاس نایټ کلبونه او قمارخانو ته له بېلابېلو هیوادونو څخه هرکال نژدې درې نیم میلیون کسان ورځي او تېره شپه په لسو بجو چې ډزې کېدې، دا ځای له سيلګرو ډک وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG