د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيويارک کې د موټر پېښې اته کسان وژلي او ۱۱ ژوبل کړي دي


د نیویارک ښاروال وايې چې پرون دلته د یوه موټر له لارې د شوي بريد له امله اته کسان وژل شوي دي. دا کسان هغه مهال ووژل شول کله چې یوه کس د نیویارک په منهاټن سیمه کې خپل پیک اپ موټر پر بایسکل سپرو کسانو تېر کړ.

پولیسو دا پیښه ترهګر عمل بللی دی او وايي چې برید کونکی يې چې ۲۹ کلن ازبک وګړی دی، له ټپي کولو وروسته نیولی دی. پولیس زياتوي، برید کونکی چې سیف الله حبیب الله ویچ سایپوف نومیږي، په ۲۰۱۰ م کال کې امريکا ته تللی و. په دې برید کې ۱۱ کسان نور سخت ژوبل شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نیویارک د برید په اړه پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې امنیتي او د قانون پلي کوونکې ادارې دا موضوع تعقیبوي. نوموړي دا برید د یوه ناروغ سړي کار بللی دی.

بلخوا د نیویارک ګورنر ویلي چې برید کونکی یوازې و او داسې نه ښکاره کیږي چې دا برید دې د یوه لويې ترهګرې دسیسې برخه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG