د لاسرسي ځای

تازه خبر

استانبول کې به د عبدالقادر مشريپوف مقدمه پيل شي 


په پام کې ده د استانبول پر يوه نايټ کلب د حملې په تړاو د ازبک وګړي عبدالقادر مشريپوف محاکمه پيل شي.

د ادعاوو له مخې ده د نوي کال په شپه پر نايټ کلب په وسله‌واله حمله کې د ٣٩ کسانو پر وژل کېدو اعتراف کړى دى.

د هغې حملې مسؤليت داعش ډلې منلى و.

نن د استانبول د سيليفري زندان په انګړ کې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې دغه محاکمه په داسې حال کې پيلېږي چې مشريپوف د عمري بند له ٤٠ سزاوو سره مخامخ دى.

پر ده په لګول شويو تورونو کې د اساسي قانون د حاکميت ګډوډول، په يوه ترورېستي سازمان کې غړيتوب او د قتل موضوع شامله ده.

دى د هغو ٥٧ مشکوکو کسانو په ډله کې شامل دى چې په پام کې ده د ډله‌ييزې وژنې او په يوه ترورېستي شبکه کې د برخې اخیستو په تور نن محاکمه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG