د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له مصري او ترکي ولسمشرانو سره ویني


مصر ته د پوتین د تلو په اړه کرملېن څو ورځې مخکې ویلي وو چې پوتین به د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د نورو مسایلو تر څنګ په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات پر مسلې خبرې وکړي.

د مصر جمهوري ریاست ویلي چې پوتین او السیسي به د مختلفو مسایلو په تېره بیا سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه، د دوه اړخیزو همکاریو د چوکاټ لا پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

د مصر الاحرام دولتي ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه کتنه کې به د اټومي دستګاو د جوړولو تړون هم لاسلیک شي.

په ترکیه کې به د کرملېن په وینا، پوتین له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د انرژۍ د ګډو پروژو په ګډون پر دوه اړخیزو مسایلو او هم د سوريې د جګړې او په لویه کې، د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

روېټرز اردوغان ته نږدې د یوې سرچینې په حواله وایي چې دواړه مشران به د بیت‌المقدس په اړه د وروستیو پرمختګونو په باب هم خبرې وکړي، په تېره بیا هغو لانجو او مظاهرو ته په پام سره چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له پرېکړې وروسته چې دا ښار یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، راپورته شوې دي.

مصر، ترکیې او روسیې ټولو د ټرمپ دغه پرېکړه غندلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG