د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام جګړې ختمولو لپاره د ترکیې او روسیې هوکړه


د ترکیې او روسیې ولسمشرانو په انقرې کې خبرې وکړې او موافقه یې کړې چې د شام د کورنۍ جګړې پای ته د رسولو لپاره به نېږدې همکاري کوي.

بېګا ماښام له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې روسي ولسمشر ولادمیر پوتین وویل، مسکو او انقره به ((همغږي زیاته کړي)) چې د شام شپږ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

ده وویل، اوس ((ضروري زمینه او شرایط)) برابر شوي چې جګړه ختمه کړل شي. اردغان وویل، ترکیه به ((له روسیې سره نېږدې همکاریو ته دوام ورکړي چې د شامي بحران سیاسي حل راوباسي.))

ده وویل، دوی دواړه سلا شول چې په ادلېب ولایت کې د امن سیمې جوړولو لپاره ((لا زیات او په تېزۍ کار)) وکړي. مسکو او انقره د شام په جګړه کې د مختلفو لوریو ملاتړ کوي. خو روسیه، ترکیه او ایران روانه میاشت سلا شول چې په ادلېب کې د امن زون جوړ کړي. دا ولایت د شامي حکومت د مخالفو ځواکونو تر واک لاندې دی.

د جولای له میاشت راهیسې د شام په مختلفو سیمو کې د امن درې نور زونونه هم جوړ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG