د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیت المقدس اعلان: بیروت کې د پولیسو او مظاهره کوونکو نښتې شوې دي


د لبنان په پلازمېنه کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو نښتې شوې دي.

مظاهره کوونکي د بیت المقدس په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اعلان وروسته د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په بیروت کې د امریکا سفارت مخې ته ورغلي ول.

لبنانیو پولیسو تر هغې وروسته پر مظاهرچیانو اوښکې بهوونکی ګیس او اوبه وپاشلې چې هغوی کاڼي وورول او شیان یې وویشتل. احتجاج کوونکو اور هم بل کړی وو.

په لبنان کې لاکونه فلسطیني کډوال اوسي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د دسمبر پر شپږمه بيت المقدس په رسمي ډول د اسراييل پلازمېنې په حېث وپېژند او ژمنه يې وکړه چې امريکايي سفارتخانه به له تل ابيبه بيت المقدس ته منتقل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG