د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان وسله ساتلو ته نوی قانون جوړ کړی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د وسلو ساتلو نوی طرز العمل چمتو شوی دی او ډېر ژر به عملي شي.

د دفاع د وزارت مرستیال او د کابل د ګارنیزیون مشر جنرال افضل امان مشال رادیو ته وویل د وسلو او پوځي تنصيباتو ساتل يې د قانون په چوکاټ کې راوستي دي.

نوموړی وايي، لږ تر لږه دوه کاله کاله کېږي چې هر چا ټوپک اخستی دی او خلک ګواښي.

ده وویل، له دې وروسته به هغه کسان چې د يو ځانګړي کارډ پرته وسله ولري،غیر قانوني وسله به بلل کېږي او قانون ته به سپارل کېږي.

د جنرال امان په خبره غیر مسوله وسله وال نه یوازې دا چې عام خلک ځوروي بلکې افغان حکومت هم ترې ښه خاطره نه لري.

نوموړی ژمنه وکړه چې د کابل ګارنیزیون به له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG