د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسیايي بانک په افغانستان کې حلقوي سړکونه جوړوي


د اسیا پراختیايي بانک ویلي، د افغانستان د حلقوي سړک د وروستۍ برخې په بیارغونې کې مالي مرسته کوي.

بانک د پنجشنبې پر ورځ په یوه بیان کې وویل، د ۳۳۰ میلیونه ډالرو په ورکولو به د افغانستان د حلقوي سړک شمالي او غربي برخه جوړه شي.

بیان زیاتوي چې دا سړک نه یوازې د افغانستان سیمې له یو بل سره تړي بلکې هغه هېواد به له منځنۍ او جنوبي اسیا او له منځني ختیځ سره هم وتړي.

د افغانستان حلقوي سړک د کابل په ګډون ۱۶ ولایتونه له یو بل سره تړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG