د سيند صوبې په ټټه سيمه کې له سمندر سره نزدې د زيارتیانو یوه بېړۍ ډوبه شوې چې پکې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د يادې سيمې مرستیال کمېشنر ناصربېګ مطبوعاتو ته ويلي چې په بېړۍ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۶۰ کسان سواره ول چې له ټټې سره نزدېبوهاره سيمه کې د پير پټايي دربار ته تلل.
د نوموړي په وينا چې ۲۰ کسان ژوغورل شوي دي او د ۱۷ کسانو مړي راوېستل شوي دي.
د ده په وينا چې په کشتۍ کې زيات کسان سواره ول ځکه دا پېښه رامنځ ته شوې ده.