د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د ازادې اروپا راډیو او امریکا غږ 'بهرنۍ ادارې' نومولې


د روس عدلیې وزارت په یو خپور کړې بیان کې د ازادې اروپا راډیو، امریکا غږ او ورسره تړلې نورې رسنۍ د بهرینو ادارو په توګه نومولي دي.

عدلیې وزارت نن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د رسنيو په اړه د روس له يوه نوي قانون سره سم وزارت پرېکړه کړې چې د ازادي اروپا راډیو، امریکا غږ، کرنټ ټایم ټېليویژن، د ازادې اروپا تاتار بشکیر څانګه، سایبریا ریالټي، ادیل ریالټي ، فیکټو ګراف، کاوکاز ريالي او کرايميا ريالټي د بهرنیو ادارو په توګه وګرځوي.

په دې اړه پارلمان قانوني مسوده ډېر ژر تصويب کړه او ولسمشر ولادمیر پوتین د نومبر پر ۲۵مه لاسليک کړه.

د ازادي اروپا راډيو مشر تامس کېنټ نن ویلي چې دوی د عدليې وزارت په دې پرېکړې خبر ول خو هېڅ معلومات يې نه دي تر لاسه کړي چې د دا ډول نومولو څه مقصد کېدای شي؟

د ازادي اروپا راډيو د خبرونو مسلکي پوښښ کوي. تامس کېنټ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:44 0:00

کېنټ ویلي چې د ازادي اروپا راډيو د صحافت اداره ده چې د روس او نورو هېوادونو په اړه د خبرونو مسلکي پوښښ کوي.

د نوموړي په وينا دوی کره او جامع خبريالۍ ته ژمن دي. روسي چارواکو ويلي چې دا پرېکړه يې د امريکا د هغه اقدام په غبرګون کې کړې چې امريکايي چارواکو د روسي حکومت په مالي مرسته چلېدونکی ټي وي چېنل ار ټي په پروپاګند خورولو تورن کړ او وې ويل چې د دې ټي وي امريکايي څانګه اړتيا لري چې خپل ځان د بهرنيو اېجنټانو د نومليکنې په اداره کې ثبت کړي.

خو امريکايي چارواکي دريځ لري چې د امريکا او روس قوانين توپير لري او د مسکو د بهرنيو ادارو دغه نوی قانون د مخالف نظر د خاموش کولو او د نظرونو د ازادې تبادلې د حوصله شکنۍ لپاره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG