د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ویانا کې د شام او اوکراین په اړه غونډه کېږي


ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ د امریکا او روس د بهرنیو چارو وزیران په ویانا کې سره وویني.

د جمعې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي وویل چې د دې خبرو اترو د ایجنډا مهم موضوعات شام او اوکراین دي.

د چارواکي په خبره غالب امکان دا دې چې د دسمبر په اوومه نېټه په ويانا کې د اروپا د امنيت او همکارۍ د تنظيم د غونډې په موخه دغه ملاقات وشي.

که څه هم دغه چارواکي د ريکس ټيلرسن او سرګې لاورف تر منځه د ټاکل شوي ملاقات په اړه ويلي خو د خپل نوم ښودلو یې ډډه کړې ده.

دغه چارواکې زیاتوي دا مهال مریکا له روس سره په يو شمېر نړيوالو موضوعاتو خبرې کوي چې پکې شمالي کوریا،اوکراین او شام د ډېر اهميت وړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG