د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا، شمالي کوریا اټومي پروګرام پراخولو ته پاروي. روس


د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون
د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف پر امریکا تور پورې کړی دی چې شمالي کوریا پاروي چې د اټومي توغندیو پروګرام پراخ کړي.

نوموړي تېر مازیګر په بېلاروس کې په خبرو کې، د بیلېسټېک توغندي تر تازه ازموینې وروسته له شمالي کوریا سره د اړیکو پرې کولو په اړه د امریکا غوښتنه رد کړه.

په کوریا ټاپو وزمه کې کړکېچ تر هغې وروسته ژور شو چې پیانګیانګ د چارشنبې پر ورځ د نوي بین البراعظمي بیلېسټېک توغندي د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ او ویې ویل چې دا توغندی د امریکا خاوره په نښه کولو صلاحیت لري.

واشنګټن پر هېوادونو غږ وکړ چې له پیانګیانګ سره تعلقات ختم کړي او خبرداری یې ورکړ چې که جنګ پیلېږي نو د شمالي کوریا مشرتابه به ((بالکل تباه)) کړي.

مسکو د شمالي کوریا ازموینه وغندله او ویې ویل دا ((پارونه)) وه خو لاوروف پر امریکا تور پورې کړ چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ((انتهايي اقدام)) کولو ته پاروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مېنسک کې وویل، امریکا او جنوبي کوریا دې په ډېسېمبر کې له پلان شویو ګډو پوځي تمرینونو څخه ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG