د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان سبۍ کې چاودنې دوه سرحدي عسکر وژلي درې ژوبل


د بلوچستان په سبۍ سیمه کې پر سرحدي ځواک په یوه چادونه کي دوه عسکر وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

په کوټه کي د سرحدي عسکرو د ادارې د یوه چارواکي په وینا چې د سانګان په سیمه کي د سرحدي عسکرو پر یو ګاډي د سړکغاړې ښخ شوي ماین چاودنه شوې ده. په پېښه کې وژل شوي او ټپیان سمدلاسه ځايي روغتون ته رسول شوي دي. بلخوا امنیتي سرتېرو تر پېښې وروسته د مشکوکو کسانو پلټنه پیل کړې ده خو دمګړۍ یې هېڅوک نه دي نیولي او نه هم یوې ډلي د دې وروستۍ پېښې پړه پر غاړه اخېستې ده.

په بلوچستان کې بیا بیا د پاکستان پر دولتي عسکرو او سرکاري ودانیو بریدونه کېږي چې پړه یې تر ډېره بلوڅ بېلتوپالې ډلې پر غاړه اخلي. دوی له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې د بلوچستان صوبې په طبعي شیمنیو د لا کورواکۍ لپاره له پاکستاني دولت سره په وسله واله مبارزه کې ښکېل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG