شمالي کوریا د چارشنبې پر ورځ ادعا وکړه چې د لویو وچو ترمنځ یې یو نوی بالسټیک توغندی ازمویلی چې ټوله امریکا په نښه کولای شي.
شمالي کوريا د ملګرو ملتونو له بندېزونو سره سره توغندی وازمویلی.
د شمالي کوریا سرکاري تېلیویژن په چارشنبه وویل دا توغندی چې د جاپان په سمندر کې وازمویل شو تر مخکیني هغه زیات طاقتور دی چې د سږني کال په اوږدو کې ازمویلی وو.
شمالي کوریا دا لرې واټن ویشتونکی میزایل د هواسونګ ۱۵ په نوم یاد کړی دی.
د امریکا دفاع وزارت وايي، توغندی څارلی دی چې شاوخوا زر کیلوميټره واټن وهلو وروسته د جاپان په سمندر کې ولګېد.
د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د شمالي کوریا لخوا د نوي بالسټیک توغندي د دې ازموینې په اړه ویلي چې (دا داسې یو حالت دی چې موږ به يې چاره وکړو) خو نوره تشريح یې و نه کړه.
ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايې ټولنې د شمالي کوریا د توغندي نوې ازموینه غندلې ده.