د لاسرسي ځای

تازه خبر

اندونیزیا کې د اورشیندونکي غره چاودېدو خبرداری!


د اندونیزیا چارواکو په بالي ټاپو کې د یوه اورشیندونکي غره [اتش‌فشان] د چاودېدو له وېرې خلکو ته له سیمې د وتلو امر کړی دی.

بالي ټاپو چې د سیلانیانو د خوښې ځای دی، هر کال له څلور نیم میلیونو زیات سیلانیان لیدو ته ورځي.

له سیمې خلکو ته د وتلو امر نن تر هغه وروسته ورکړل شو چې تېره ورځ د اګونګ د غره له اورشیندونکي ایرې او دوړې پورته شوې.

د دغه ټاپو نړیوال ډګر تړل شوی چې له امله‌یې په زرګونه سیلانیان بند پاتې دي.

د هوایي ډګر یوه ویاند وویل چې نن ۴۴۵ الوتنې وځنډول شوې او شااوخوا ۵۹ زره سیلانیان بند پاتې دي.

د اندونیزیا ناروینونو سمبالولو ملي ادارې د دغه اورشیندونکي له امله د لوړې کچې خبرداری ورکړی او د اګونګ د غره شااوخوا د خطر ساحه‌یې له اووه نیم کېلومټرو څخه ۱۰ کیلومټرو ته پراخه کړې ده.

دغه اور غورځونکي غره د یکشنبې په ورځ ایرې شااوخوا تر درې زره مټرو پورې فضا کې خورې کړې.

په اورشیندونکي کې دننه د چاودنو غږونه ۱۲ کېلومټره لیرې اورېدل کېږي.

د اندونیزیا د طبیعي ناروینونو سمبالولو ادارې خبرداری ورکړی چې دغه اورشیندونکي غر به له دې زیات فعاله شي.

په ۱۹۶۳م کال د دغه اورشیندونکي غره له چاودېدو نېږدې یو نیم زر کسان‌ وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG