د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: نشه یي توکي او څلور ۴ تورن کسان نیول شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۴ کسان، یوه اندازه وسله، دوه موټرونه او ۱۳ کیلو چرس او هیروئین نیولي دي.

نن د دوشنبې د ورځې په ماسپښین د خوست امینه قوماندان فیض الله غیرت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې یې هغه دوه موټرونه، د هغوی چلوونکي او یوه اندازه نشه يي توکي نیولي چې له پکتیا يې خوست ته نشه يي توکي لېږدول.

ده وویل، قاچاق کوونکو څخه پولیسو یو میل کلاشینکوف هم ترلاسه کړی دی.

د خوست امنیه قوماندان وړاندې وویل، هغه کس چې وسله والې غلاوې به يې کولې او د وسله والو غلاوو په لړ کې د یوه کس په وژلو هم تورن او له څه مودې راهیسې فراري هم و، بالاخره پولیسو د له یوه میل کلاشینکوف سره ونیو او عدلي ادارو ته يې معرفي کړ.

ښاغلي غیرت همداراز زیاته کړه، په خوست کې مېشتو امنیتي ارګانونو د مخالفینو له خوا ۲۴ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ کړي، ۱۵ کړیو ته يې چاودنه ورکړې چې یو ماشوم هم په کې ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم پولیسو د یاد ولایت په بېلابېلو سمیو کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۴ کسانو د نیولو، همدارنګه د شپږ میله وسلې او ۱۰ موټرونو د نیولو خبر ورکړی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG