د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د حافظ سعید په خوشېکولو سخته غوسه شوې


د امریکا چارواکیو د جمعې په ورځ ويلي چې واشنګټن د پاکستاني تندلاري د کور نظربندۍ په ختمولو سخت خوابدی دی چې د هند په ممبۍ ښار کې په ۲۰۰۸ د خونړیو بریدونو سرغنه بلل کېدلو.

حافظ سعید له جنورۍ راهیسې په کور کې نظربند دی، نوموړی روانه اونۍ د عدالت په امر خوشې کړل شو او نن د جمعې ورځ یې د لاهور ښار په یوه جومات کې وینا هم کړې ده.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند هیتر نیورت ویلي چې لشکرې طیبه د امریکايي وګړیو په ګډون د سلګونو کسانو د وژنې ذمه واره ده.

نیورت په خپل بیان کې ویلي دي، ”پاکستان حکومت باید دا باوري کړي چې حافظ سعید ونیسي او هغه په جنایتونو تورن کړي.“

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG