د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانیو چارواکو امریکا ته مطلوب تندلارۍ حافظ سعید خوشې کړ


چارواکو نن دا کار تر هغې وروسته وکړ چې عدالت د نومبر پر ۲۲مه د پنجاب صوبې د حکومت دا غوښتنه رد کړه چې تر دوو نورو میاشتو دې د سعید نظربندي وغځوي. د سعید ویاند یحیا مجاهد د هغه د خوشې کېدو د خبر تصدیق کړی. د حافظ سعید خوشې کول ښايي امریکايي او هندي چارواکي په غوسه کړي دي. ځکه چې پر ده لشکر طیبه وسله والې ډلې د بنیاد ایښودو او په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ برید پلان جوړولو تورونه دي. په هغه برید کې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول. سعید د جماعت الدعوه په نوم سازمان مشر دی او امریکايي چارواکي وايي، دا اصلاً د ناقانونه وسله والې ډلې لشکر طیبه بل مخ دی.

XS
SM
MD
LG