د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوسوو د البانیا د خپلواکۍ پر ورځ عامه رخصتي اعلان کړې


د کوسوو حکومت تېر مازیګر په یوه بیان کې ویلي، وزیراعظم راموش هرادینای د البانیا د تاریخ او کلتوري ارزښتونو او ټولنیزو دودونو ته د درناوي په خاطر د نومبر ۲۸مه چې د البانیا د خپلواکۍ ورځ ده، د کوسوو لپاره هم عامه چوټي اعلانوي.

د نوموړي دا اقدام ښايي له سربیا سره د کوسوو وار له مخه خراب تعلقات لا کړکېچن کړي.

کوسوو په ۲۰۰۸ز کال کې په یو اړخیزه توګه خپلواکي اعلان کړې وه.

بلغراد پر البانیا او کوسوو تور پورې کوي چې د لویې البانیا د جوړولو هڅه کوي، خو دواړه هېوادونه دا ادعا ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG