د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ۱۶ بهرنیان له وسله والو راخوشې کړل شوي


د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه تربت کې یې د وسله والو پرضد د عملیاتو پر مهال ۱۸ کسان خوشي کړي دي چې د دوی په وینا ۱۶ پکې بهرنیان دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای اېس پي ار – د سېشنبې په ماښام په یو بیان کې ویلي چې دا کسان هغه مهال تښتول شوي وو چې دوی په ناقانونه توګه ایران ته روان وو.

بیان زیاتوي چې په دې خوشي کړل شوو کسانو کې ۱۵ د نایجیریا او یو د یمن وګړی وو. په پاتې دوو کسانو کې یو د کراچۍ او بل د لاهور ښودل شوی دی.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې په دې عملیاتو کېد پاکستان د سرحدي ځواک د یو عسکر تر څنګ دوه وسله وال هم وژل شوي او دوه مشکوکه کسان یې نیولي دي.

که څه هم په دې بیان کې د وسله والې ډلې نوم نه دی اخېستل شوی خو دا هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پکې د پنجاب صوبې شاوخوا شل کسان وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG