د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ او هغهیې د دې هېواد لپاره ګټوره وبلله.
مارکوز پوتزیل دا څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره د هغه د کتنې په اړه خپره شوې، کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، پوتزیل دغهراز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کړی او په دې او نورو برخو کې یې ولسمشر غني ته د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
افغان ولسمشر هم له افغانستان سره د جرمني د دوامدارې همکارۍ د ستاینې تر څنګ ویلي چې له هغو فرصتونو چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتېژۍ له اعلان وروسته رامنځته شوي، باید مؤثره ګټه واخیستل شي.