د اسرائيل د کابينې يوه وزير داسې اشارې ورکړي چې اسرائيل د ايران په اړه د ګډو اندېښنو په تړاو له سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو سره پټ تماسونه نيولي دي.
دا ظاهراً اول وار دى چې د اسرائيل يو عالي رتبه مقام د پټو معاملو خبره تائيدوي.
د اسرائيل د انرژۍ وزير یووال استاینیتز دا څرګندونې د اسرائيل د پوځ له راډيو سره په مرکه کې وکړې، خو د دغو تماسونو څرنګوالى يې مشخص نهکړ.
ښاغلي استاینیتز وويل:
"موږ له ګڼو اسلامي او عرب هېوادونو سره تماسونه لرو."
هغه د پټو تماسونو په برخه کې د سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونو يادونه وکړه.
که څه هم د اسرائيل د صدراعظم له دفتره د نظر ورکولو غوښتنې شوي، خو دغه دفتر لا په دې اړه تبصره نهده کړې.
د سعودي عربستان حکومت هم د اسرائيل د انرژۍ د وزير د څرګندونو په اړه څه نهدي ويلي.
اسرائيل او سعودي عربستان ايران ته، په منځني ختيځ کې د خپل امن لپاره د عمده خطر په سترګه ګوري.
په وروستيو کې د سنيانو په رهبرۍ د سعودي عربستان او د شيعهګانو په رهبرۍ ايران ترمنځ د ځينو مسايلو له کبله کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.