د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاهره: عرب لیګ د ایران د مبینه سرغړونو په اړه مهمه غونډه کوي


د عرب لیګ غونډه
د عرب لیګ غونډه

د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې په ورځ په قاهره کې په دې موخه راټولیږي چې په سیمه کې د ایران د مبینه سرغړونو په اړه بحث وکړي. دا غونډه ډېره مهمه بلل شوې ده.

دا غونډه له هغې وروسته ترسره کېږي چې د سني برلاسي سعودي عرب او شیعه برلاسي ایران ترمنځ د یمن په شخړه کې تاوتریخوالی زیات شو او دوه اونۍ وړاندې د لبنان وزیراعظم سعدالحریري په ناببره توګه په سعودي کې اعلان وکړ چې له خپلې دندې استعفی ورکوي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، سعودي عرب د غونډې د غوښتلو پرمهال ویلي چې په عربي نړۍ کې د ایران لخوا ترسره شوې سرغړونې د نړیوال امنیت او سولې لپاره هڅې کمزورې کوي. تهران پر دوی لګول شوي ټول تورونه ناسم بولي او ردوي یې.

XS
SM
MD
LG