د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېکولسن: افغانستان ته ۳۰۰۰ اضافي سرتېري استول شوي


د امریکا د دفاع وزارت وايي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نوې ستراتیژۍ سره سم، شاوخوا ۳،۰۰۰ اضافي سرتېري افغانستان ته استول شوي دي.

ولسمشر ټرمپ په اګست کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال جان نېکولسن د اضافي سرتېرو د غوښتنې منظوري ورکړه.

دا سرتېري د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې کار کوي چې موخه یې د افغان حکومتي ځواکونو روزنه، مرسته او هغوی ته مشورې ورکول دي.

د پېنټاګان د ټولو ځواکونو د ادارې مشر جنرال کینیت مکېنزي بېګا په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل،

((دوی افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو بهیر بشپړ کړی دی.))

نېکولسن ویلي ول چې دی په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ زره سرتېرو ته اړتیا لري.

د ناټو غړو هېوادونو تېره اوونۍ د نورو سرتېرو استولو ژمنه وکړه.

مکېنزي وویل،((اوس په افغانستان کې د سرتېرو شمېر شاوخوا ۱۴ زره ته رسېدلی.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG