د پاکستان پوځ مشر تور پورې کړی چې د افغانستان حکومت د پولې له هغې خوا د بریدونو مخنیوی نه دی کړی.
د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تېر مازیګر په خپور شوي بیان کې ویلي، جنرال قمر جاوېد باجوه په راولپېنډۍ کې د امریکا د مرکزي کمانډ له مشر جنرال جوزف ووټل سره ولیدل. د پوځ بیان وايي چې باجوه جنرال ووټل ته وویل،
((په افغانستان کې سوله غواړي او د دې لپاره یې پر محدودیتونو سربېره اقدامات کړي دي.))
خو باجوه تور پورې کړ چې افغانستان په ځواب کې هغه هڅې نه دي کړې چې ورته په کار وې ځکه چې لا هم د کرښې له هغې غاړې بریدونه کېږي.
کابل د جنرال باجوه د تازه تور په اړه لا څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې پر اسلام اباد تور پورې کړی چې وسله وال له هغه ځایه په افغانستان کې حملې کوي.