د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیر اعظم د بلوچستان لپاره ۱۰ کلن پلان اعلان کړ


وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د سېشنبې په ورځ ناوخته په کوټه کې خبریالانو ته وویل، د دې لس ۱۰ کلن پلان نیمه برخه لګښت به صوبايي حکومت پرې کوي او پاتې نیمه به یې وفاقي حکومت ورکوي.

(په دې پلان کې سکولونه دي، د صحت اسانتیاوې دي، د ګېس او بجلۍ پروژې دي او د څښلو اوبو داسې اسانتیاوې دي چې د ملک په نورو سیمو کې یې خلک لري او دلته یا نi شته او یا یې هم کمی دی نو دا کمی به پوره کوو. دا لس ۱۰ کلن پلان دی چې سږ کال به پیل کړل شي.)

شاهد خاقان عباسي په ګورنر هاوس کې د لوړې کچې یوې غونډې ته باور ورکړ چې وفاقي حکومت به په صوبه کې د قانون عمليکولو او امن ټینګ ساتلو په لړ کې له صوبايي حکومت سره مرسته کوي.

نوموړي دا هم ویلي چې اوسنی حکومت به خپله موده پوره کوي او بیا به په ملک کې ټولټاکنې تر سره کېږي.

شاهد خاقان عباسي ویلي، په ملک کې به جمهوریت وده کوي او په کار ده چې د آیین او قانون درناوی وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG