د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلزلې لوی تاوان د ایران غاړې ته اړولی


د عراق او ایران پولې ته په نږدې سیمو کې ژغورونکې ډلې او ناهېلې کورنۍ تر زورورې زلزلې وروسته د پرېوتو ودانیو په منځ کې د ژوندي پاتې کسانو لټه کوي.

زلزلې په دواړو هېوادونو کې له ۴۳۷ څخه زیات کسان وژلي دي.

زلزلې د ایران کیرمان شا ولایت تر ټولو زیات ځپلی او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې دلته ۴۰۷ کسان وژل شوي او ۶۷۰۰ نور ژوبل شوي دي.

په عراق کې بیا چارواکي خبر ورکوي چې د دوی غاړې ته د زلزلې له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۵۳۰ نور ژوبل شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو د وزارت ویاند بریګیډیر جنرل سعدمان وايي ټوله مرګ-ژوبله په کرد مېشتو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

د زلزلې زور د رېښتر په کچه اووه اعشاريه درې ښودل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG